امنیت

ديرش تنه وسله وال طالبان له يوې اندازې چاوديدونکو توکو سره ونيول شول .

کابل باختردسلواغې  پنځه ويشتمه :
  امنيتي  ځواکونو  دهيواد په بيلابيلو  ولايتونوکې په جلاجلاعملياتو کې ديرش تنه وسله وال طالبان ونيول او يوه اندازه چاوديدونکو  توکي يې کشف اوضبط کړل .  دکورنيو چارو وزارت وياند وايي چې دغه عمليات په تيرو څلورويشتو ساعتوکې  دپکتيکا ، هلمند ، ميدان وردګو اودقندهار  په ولايتونوکې ترسره شوي دي .
دکورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي  نن په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې دپوليسو ځواکونو تيره شپه  دقندهار ولايت دميوند او دهلمند ولايت دمارجې په ولسواليو کې په دووجلا جلا عملياتو کې اووه ويشت تنه وسله وال طالبان ونيول .  دده دڅرګندونو  له مخې  دميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې دپوليسو دځانګړو قطعاتودځواکونو په عملياتو کې دطالبانو دجلب اوجذب  درې تنه مسوولين  له يولب تاب  کمپيوتر سره ونيول .
صديقي زياته کړه هغه اطلاعات چې له دغه کمپيوتر  څخه  ترلاسه شوي دي ښيي چې دغوکسانو په دغه ولايت کې د طالبانو دډلې له ليکو سره دځوانانودجلب اوجذب  مسووليت په غاړه درلود .
دکورنيوچارو وزارت وياند دغه راز وويل چې په پکتيا ولايت کې دامنيتي ځواکونو په يولړ نورو عملياتو کې يوډله وسله وال طالبان چې  دځانمرګو واسکټونو په جوړولو بوخت و په چاوديدونکو توکو بار له يوموټرسايکل سره ونيول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته