امنیت

په لغمان کې نن سهار دالماس -١٥ عمليات پيل شول .

-کابل باختر دزمري نهمه :
په لغمان ولايت کې نن سهار دالماس  ١٥ عمليات پيل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي چې د ٢٠١ سيلاب قول اردو دلومړى پلي لوا ددويم کنډک  دمنسوبينو له خوا دملي پوليسو، سيمه ئيزو پوليسو او دملي امنيت دځواکونو په ګډو هلوځلو سره  دقهر سيلاب دعملياتودملاتړ په موخه نن سهار د لغمان ولايت ددولت شاه ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  دالماس – ١٥ په نامه ګډ  چانيز عمليات پيل شوي دي .
دغه عمليات به په بشپړه توګه دتروريستانو تر ځپلو او دهغوى له شتون څخه ددغې ولسوالۍ تر پاکولو پورې دوام ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته