امنیت

دپروفيسور سياف د ترور مخه ونيول شوه

کابلباختر د سنبلي ٣١
دملي امنيت د لوى رياست منسوبينو د پروفيسورسياف د ترور د توطيې مخه ونيوله .
دباخترآژانس دخبر له مخې: دملي امنيت لوى رياست په دې باب د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي: دملي امنيت دلوى رياست موظفينو په يو چټک اقدام کې د جغتو ولسوالۍ او سيدونکى نجيب الله چې په ذاکر الله مشهور دى اوغوښتل يې په پروفيسور سياف ځانمرګى بريد وکړي؛ نيولى دى.
په خبر پاڼه کې دغه راز ويل شوي دي: تورن پخوا د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په تور درې کاله په جيل کې تيرکړى اودوه مياشتې مخکې له بند څخه خوشې او بيا دکويټې په شوراکې د ميدان وردګو د طالبانو د يو تن استازى قوماندان احمد الله له خوا د ځانمرګواوتروريستي بريدونو دسازمان ورکونکى اوسرګروپ په توګه ټاکل شوى وچې په استاد سياف ځانمرګي بريد وکړي چې د ملي امنيت موظفينو هغه له دوو تنو همکارانو سره يې له يوې اندازې وسلو او مهماتو سره ونيوه.
پيښه تر زياتې څيړنې لا ندې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته