سیاست

يومليون ډالره نه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته او نه هم دآسيا دجنوب _ افغانستان مرکز ته رسيدلي دي

کابلباختر دسنبلي٢٠
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين  نن مازيګر په يوه خبري غونډه کې  دآسيا دجنوب دمرکز له يومليون ډالرو څخه دناوړې استفادې په باب تورونه له مسخرو ډک او احمقانه وبلل .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
ډاکترسيدمخدوم رهين وويل :  دغه تور دخاصو عناصرو له خوا لومړي دسيسه او توطيه نه ده  ، پخوا هم دپنځوسو قلمو تاريخي آثارو دقاچاقو په باب  آوازې طرحه شوې  چې له نيکه مرغه ددسيسه کوونکو مخ تور شو.
ډاکتر رهين زياته کړه چې  ديوولسو کلونو پرله پسې کار  په بهيرکې  بايد دې ته سترګې په لاره ونه اوسو چې ټول له ما سره  موافق او راضي وي ،پريږدي له دغه وزارت څخه څوتنه شړل شوي کسان هر تور چې کولاى شي  ولګوي.
ډاکتررهين دغه راز  دلګول شويو پيسو دسندونو په وړاندې کولو سره دخبريالانو په وړاندې حساب ورکړ او ويې ويل  چې دآسيا دجنوب مرکز دهيواد دفرهنګي اثارو دساتنې په لاره کې ديو فرهنګي مرکز دجوړولو په خاطر د همکارۍ  ژمنه وکړه او په  همدې مقصد يې دغه هدف ته ديوې اندازې پيسو دليږدونې  لپاره چمتو شو.  خو انسان دوست او فرهنګپال شخص مدنجيت سنګهه غوښتل  چې دافغانستان دبرخې داسيا دجنوب مرکز دحکومت له محدودې څخه بهر جوړکړي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير وويل ، ما نه غوښتل  چې دآسيا دجنوب مرکز په  انجيو بدل شي  او ناڅيزه بودجه يې د کور ،دفتر  او موټر په کرايې ولګول شي  .
کله چې له پاريس څخه د شپيته  زره  ډالري مرستې لومړي قلم ورسيد، ما بانکې حساب پرانست  اوپيسې مې په بانکي حساب کې شاملې کړې اوبله ورځ مې هغه ددولت  په وارداتو کې آويز کړ، په همدې ترتيب نورې زياتې پيسې د ٢٠٠٤ ميلادي کال له پيل څخه د ٢٠٠٨ ميلادي کال ترپيل پورې   چې ما دغه دنده  دمدنجيت سنګهه په تائيد اومنظورۍ ښاغلي عمراخان مسعودي ته چې پاک اوصديق شخص دي وسپارله . دوه سوه نهه ويشت زره ډالره  بانکي حساب ته رسيدلي دي  له دې جملي څخه يوسلو دوه نوي زره ډالره دمدنجيت سنګهه ديونسکو دفرهنګي ميراث دمرکز په ترميمولو لګيدلي دي .
له پاتې پيسو څخه يعنې  اووه اويا زره ډالره ديوې نجلۍ اوديو هلک له خوا  ليزل شوې  وي  کال په کال  دلاهور دښکلو هنرونو پوهنتون ته  اويوه نجلۍ اويوه هلک په هندوستان کې  د ژورناليزم په څانګه  کې دچينا پوهنتون ته او ديوسکرتر مياشتني معاش دوه سوه پنځوس ډالره  او دقرطاسيي مياشتنې لګښت چې دښاغلي مدنجيت سنګهه له خوا ټاکل شوي و او متفرقه لګښتونه يې احتوا کړې دي او هغه څه  چي پاتي کيږي شل زره ډالره دي اوبس .  ټول هغه څه مې چي وويل دسندونوله مخې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته