سیاست

جمهوررئیس: زموږ ادارې شپږ کاله ځوانې شوې

_کابل_باختر د زمري د مياشتې١٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ تېر ماښام د ځوانانو د ظرفیتونو او د هغوی د ننګونو په اړه د بحث غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معین ډاکټر کمال سادات، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواکې ادارې رئیس احمد نادر نادري، د فواید عامې وزارت سرپرست یما یاري، د کرنې او اوبولګولو وزیر اسدالله ضمیر، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست شهزاد اریوبي، د لوړو زدکړو وزارت سرپرست عبداللطیف روشان، د پایتخت زون د انکشاف ادارې رئیس الهام عمر هوتکي، د جمهوررئیس سلاکارې ملالۍ شینوارې، د ملګرو ملتونو په چارو کې د جمهوررئیس سلاکارې فرخنده زهرا نادري، د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي او د جمهوررئیس سکرتر زاهد همدرد په دې اړه خپل لیدلوري او نظرونه بیان کړل.
هغوی له ځوانانو څخه د ملاتړاو د ظرفیت جوړولو لپاره د فرصتونو د برابرولو، کارموندنې او د ځوانانو د روزنې په اړه خپل نظریات وړاندې کړل.
جمهوررئیس غني د غونډې د ګډونوالو د لیدلورو د وړاندې کولو مننه وکړه او وې ویل، دغه نظریات دې  منسجم شي، ترڅو د ځوانانو پوښتنو او غوښتنو ته مناسب ځواب وویل شي
جمهوررئیس زیاته کړه، د ملي یووالي حکومت د نسلي بدلون لپاره فرصت رامنځته کړی او زموږ ادارې شپږ کاله ځوانې شوي دي
هغه څرګنده کړه، موږ باید د ځوانانو غوښتنو او پوښتنو ته پام وکړو او هغوی ته مناسب ځوابونه ورکړو ترڅو په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو د حضور لپاره مناسب بسترونه برابر شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته