سیاستخبرونهټولنهTOP

مولوي عبدالکبير: د ديني عالمانو او قومي مخورو له برکته اشغال ونه توانید، چې دین او ملي ارزښتونو ته زیان ورسوي

کابل، د سلواغې ۱۰مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبیر خوست ته د سفر پرمهال نن د یاد ولایت د جامعه مظهر العلوم نیازي مدرسې د دستار بندۍ په مراسمو کې، چې پکې د امر باالمعروف، نهی المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست، يو شمېر مسؤلينو، ديني عالمانو او قومي مخورو هم حضور درلود، ګډون وکړ.
هغه په ټولنه کې د دیني او عصري بنسټونو د پیاوړتیا پر ارزښت ټينګار وکړ او زیاته يې کړه، څرنګه چې پخوانیو نسلونو دیني ارزښتونه ساتلي، نو اوس د نویو نسلونو مسؤلیت دی، چې اسلام ته خدمت وکړي او تر نورو یې په سمه توګه ورسوي.
د نوموړي په وینا، د ديني عالمانو او قومي مخورو له برکته اشغال د ډېرو هڅو سربېره ونه توانید، چې دین او افغاني ارزښتونو ته زیان ورسوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، چې د ښوونځي او پوهنتون زدکوونکو د مدرسې د زده کوونکو په څېر د بهرنیانو په ماتولو کې ونډه لرله او د دوی په منځ کې توپير نشته.
بايد وويل شي، چې نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د لویې پکتیا له قومي مخورو او ديني عالمانو څخه غوښتنه وکړه، چې د هغو مسایلو مخنیوی وکړي، چې د ټولنیزو او قومي ستونزو سبب کیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته