امنیت

طالبانو په لجي منګل ولسوالۍ ډله یېز بریدونه کړي

 ګردیز باختر د زمري ۱۴ مه
وسله والو  طالبانو له  تېرې شپې راهیسې  د پکتیا ولایت په لجي منګل ولسوالۍ ډله یېز بریدونه پیل کړي چې لا هم دوام لري.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر اژانس سیمه  یېز خبریال وويل چې  په سیمه  کې  اوس هم جګړه روانه ده خو زیاتوي چې یادې سیمې ته کومکي سرتېري رسیدلي دي او ډېر ژر به جګړه مهار کړي.
په ورته وخت کې  د پکتیا د ولایتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي چې په  روانه جګړه کې د امنیتي ځواکونو یوې پوستې هم سقوط کړى دى.
هغه زیاتوي که سیمې ته په خپل وخت سره کومکي سرتېري ونه رسېږي،نو د دې اندېښنه شته چې د ولسوالۍ نورې برخې هم له  ګواښ سره مخامخ شي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان هم مني, چې جګړه روانه ده, خو د مرګ ژوبلې په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.
قوماندان زياتوي, چې سيمې ته يې د ځانګړې قطعې ځواکونه استولي دي او ډېر ژر به  هر څه عادي حالت ته راشي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته