کابل باختر دسلواغې ١٦ نيټه :
په بغلان ولايت کې له دريو کلونو را په دې خوا د زعفرانو کښت له ډب سره مخامخ دى .
د بغلان دکرنې رياست د رواجولو لوى مدير عبدالمحمود غفوري د باختر
آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل ؛ ټاکل شوې ده په روان کال کې ١١ قطعه ځمکه په دغه ولايت کې د زعفرانو د نمايشي کښت لپاره چمتو کړي چې د بودجې د نشتوالي له امله دغه پروګرام عملي نه شو.
ده وويل:له دريو کلونو را په دې خوا دغه بودجه د زعفرانو د رواجولو او پراختيا لپاره د بغلان ولايت دکرنې رياست په واک کې نه ده ورکړ شوې.
ده زياته کړه چې، يوولس قطعه ځمکه کې دبنو، ده صلاح ، پل حصار ، خنجان ، دهنه غوري ولسواليو او د پلخمري ښار په سيمو کې د زعفرانو ترکښت لاندې وه چې، له هغه څخه په روان کال کې څه د پاسه ديارلس کيلوګرامه زعفران ترلاسه شوي دي.
غفوري د دغه ارزښتناک بوټي د نه رواجولو دليل د زعفرانو د پيازو د بيې لوړوالى وباله او څرګنده يې کړه چې په هر جريب کرنيزه ځمکه کې د زعفرانو اته سوه کيلوګرامه پيازو ته اړتيا ده چې د بغلان بزګران يې د پيرودلو توان نه لري. پاى سعيده ذ
0 1 دقیقه لوستل