امنیت

يوويشت تنه تروريست طالبان په شمال او شمال ختيځ زون کې ووژل شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٣٠  :
يوويشت تنه تروريست طالبان د شمال او شمال ختيځ زون په سيمو کې د امنيتي ځواکونو په هوايي عملياتوکې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په تيرو  ٢٤ ساعتوکې د کندز ولايت  د دشت ارچي په  قرلق، قره غوشي او وزيرخان په سيمو د هوايي بريدونو له امله د معافيه په نامه دطالبانو ديوه قوماندان په ګډون ١٨تنه ووژل شول او د دښمن دوه واسطې او دوه موټر سايکلونه له منځه لاړل اوپه هېوادکې د امنيت د ټينګښت او د هېواد د سولې او ثبات د دښمنانو د له منځه وړلو په خاطر د فارياب ولايت د پښتون کوټ ولسوالۍ په خواجه ناموسى  سيمه کې  د امنيتي او دفاعي ځواکونو د درندو وسلو په ډزوکې درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
دغه راز د فارياب ولايت د المار ولسوالۍ حمام ته څېرمه د بخاري قلعه کلي په لاره کې يو ماين چې د تروريستو طالبانوله خوا نوى ځاى ښخ کړاى شوى و؛ کشف او شنډ کړاى شو.   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته