کابل باختر د کب نهمه :
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس قدرت الله دلاوري او په افغانستان کې د KEC)) هندي کمپنۍ مسوول سبرا منیام بونالا له غزني څخه تر قندهاره پورې د برېښنا غځولو قرارداد؛ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کې، لاسلیک کړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د یادې پروژې د قرارداد لاسلیکولو په مراسمو کې چې پرون ماسپښین په ارګ کې ترسره شول، یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو، د ملي شورا غړو او په افغانستان کې د هند سفیر حضور درلود، چې لومړی د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس قدرت الله دلاوري د برېښنا رسونې دوو پروژو ته چې قراردادونه یې تېره اوونۍ لاسلیک وشول، اشاره وکړه، وې ویل: د افغانستان برېښنا شرکت تېره اوونۍ د ۳،۶ میلیونو ډالرو په ارزښت د سروبي سب سټیشن قرارداد له (A.K.A.Y) ترکي کمپنۍ سره لاسلیک کړ، چې له دې سره به د سروبي ولسوالۍ اړوندو سیمو، دولتزي، شیرخان کڅ، ګوګامنډه، اوزبین او یاد سب ستیشن ته څیرمه یو شمېر پرتو کورنیو په شمول به ۲۰زره مشترکینو ته د برېښنا اسانتیاوې برابروي، چې دغه سب سټیشن به تر راتلونکو ۱۵میاشتو پورې ګټې اخیستو ته وسپارل شي.
هغه وویل: د لسو میګاواټو په ظرفیت د لمریزې برېښنا بل قرارداد له ډاینسټي کمپنۍ سره شوی دی، چې د خودکفايي ملي موخو ته د رسېدو په لار کې غوره ګام ګڼل کېږي او د بامیانو پروژې وروسته دا په افغانستان کې د لمریزې برېښنا تر ټولو ستره پروژه ده، چې قرارداد یې شوی دی.
قدرت الله دلاوري زیاته کړه، نن بیا په هېواد کې د برېښنا لېږدولو د یو ستر قرارداد د لاسلیکولو شاهدان یوو، هغه زیاته کړه: د برېښنا لین غځولو دغه پروژه ۲۲۰کیلو ولټه ظرفیت لري او له ترکمنستان څخه د ۵۰۰کیلو ولټه برېښنا یوه څانګه ده چې له غزني څخه تر کندهاره پورې به د ۱۱۳میلیون ډالرو په ارزښت وغځول شي.
قدرت الله دلاوري زیاته کړه، له غزني څخه تر کندهار پورې د ۲۲۰کیلو ولټه برېښنا لین د غځولو پروژه چې لږ تر لږه ۳۵۰کیلومتره اوږدوالی لري د امریکا د متحدو ایالتونو د بینالمللي پرمختیايي ادارې ((USAID په مالي مرسته تمویلېږي، دغه پروژه به له غزني څخه د کندهار تر ختیځه د پنځو ستیشنونو په ایجادولو سره چې جلا قراردادونه به ورته کېږي بشپړه شي او کندهار ولایت ته به دوامداره برېښنا رسوي.
ورپسې د KEC)) هندي کمپنۍ رئیس پنکج کمار تنډن د دغه قرارداد د لاسلیکولو په خاطر د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وویل، د KEC)) کمپنۍ له یوې لسیزې راهیسي افغانستان کې فعالیت کوي او نن یې چې دغه ستر مسوولیت په غاړه واخیست په بریالیتوب سره به یې بشپړ کړي.
0 2 دقیقې لوستل