ټولنه

له پاکستان څخه دراستنيدونکو کورنيو شمير زيات شوى دى .

کابل باختر دزمري نهمه :
په وروستيو څلوروورځو په  بهير کې نږدې پنځه سوه پناه غوښتوونکي کورنۍ له پاکستان څخه هېواد ته راستنې شوې .
دغه پناه غوښتوونکي کورنۍچې شمير يې کابو درې زرو تنو ته رسيږي دتورخم بندر له لارې خپل هېواد ته ستنې شوې .
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت وياند او دخپرونو رييس اسلام الدين  جرات  نن دباختراژانس خبريال ته وويل   چې  څلور سوه پنځه څلويښت  راستنې شوې کورنۍ مدرک نه لري  د ننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو  رياست له خوا دمرستې دترلاسه کولو لپاره مهاجرت دنړيوال سازمان دفتر ته معرفي شوي دي .
  جرات وويل  چې ٢٥ نورو راستنو شويو  کورنيو  دپناه غوښتوونکو په چارو کې دملګروملتو دسازمان د عالي کميشنرۍ  له دفتر څخه نغدي مرستې ترلاسه کړې دي .
جرات  له پاکستان څخه دافغان مهاجرينو دکتلوي راستنيدو دعلت په باب څه ونه ويل خو ځينو  تحليل  ګرانو په افغان پناه غوښتوونکو دپاکستان دپوليسو فشارونه ددوى دراستنيدو  اصلي علتونه بللي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته