امنیت

ديارلس تنه ډار اچوونکي په هوايي بريد کې ووژل شول .

کابل باختر  دليندۍ لومړي نيټه :
ديارلس تنه وسله وال طالبان  په فراه ولايت کې دهوايي بريد له امله ووژل شول
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار ددغه لويديځ  ولايت په ځينوسيموکې بريد وشو .
  دهېواد په لويديځ کې دملي اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ديوه اړونده خبرځاى  دڅرګندونوله مخې :دغه طالبان په ډار اچوونکو  فعاليتونو بوخت و چې بريد پرې وشو .
خبرځاى زياته کړه :په دې هوايي بريد کې دطالبانو دوه پټنځي  او دوه ډيپوګانې له منځه  وړل شوې دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته