ټولنه

دافغان مهاجرينو راستنيدل دوام لري

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٧  :
څه ناڅه  ١٥٩٤ تنه افغان  مهاجرين   په تيرو دريو ورځو کې له ايران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت وياند  اسلام الدين جرات  دباخترآژانس  خبريال ته وويل  چې په تيرو دريو ورځو کې  ١٥٩٤ تنه   افغان مهاجرين په خپله خوښه داسلام قلعه بندر له لارې دهرات ولايت ته راستانه شوي دي.
ده وويل ؛  چې له دغو کسانو څخه   ٢٩ تنو يې دمهاجرت قانوني سندونه لرل  چې  دپناه غوښتوونکو په چارو کې دملګرو ملتودسازمان دعالي کمشينرۍ له لارې يې نغدي مرستې ترلاسه کړې او نور راستانه شوي کسان  چې دمهاجرت سندونه يې نه لرل  دهرات ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو درياست له  خوا دمرستې دترلاسه کولو لپاره  دمهاجرت دنړيوال سازمان د ادارې نمايندګۍ ته ور معرفي شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته