نړۍ

دسيکا ګروپ دبهرنيو چارو دوزيرانو غونډه په چين کې جوړه شوه

 پيکينګ تاس   باختر  د ثور د مياشتې ٩ :
په آسيا کې دباور جوړولو  او داقداماتو دتعامل دکنفرانس سيکا دغړو هېوادونو  دبهرنيو چارو  دوزيرانو غونډه  نن دچين په پايتخت پيکنګ ښار   کې  پرانيستل شوه . په دې غونډه کې شپږويشت هېوادونو  ګډون کړى دى.
سيکا يوه مشورتي او داعتماد جوړولو او امنيتي غونډه شميرل کيږي چې       له  ١٩٩٢ ميلادي کال څخه  را په دې  خوا جوړه شوې ده  چې دافغانستان په ګډون په   ٢٦  دايمي غړو برسيره   دغه راز دوولس سازمانونه او هېوادونه   دکتوونکو په توګه پکې ګډون کوي.
ددغه سازمان دمشرانو څلورمه غونډه په  ٢٠١٤ ميلادي کال کې په چين کې  جوړه شوه او چين له هغه وخت څخه راپه دې خوا دسيکا رياست په  غاړه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته