امنیت

يوولس تنه په ننګرهارکې ووژل شول

کابل/ دتلې ١٦مه/ باختر
په ننګرهارکې ١١ تنه په چاودنه کې ووژل شول او ٢٧ تنه نور ټپيان شول.
قربانيان هغه ځوانان وو چې د ملي اردو په ليکوکې د پيوستون لپاره يې نومونه ليکل.
د را رسېدلو خبرونو له مخې: بمب په يوه ريکشا کې ايښودل شوى و او پرون ناوخته په جلال آباد کې ټيک هغه وخت وچاودېد چې د دغو ځوانانو د سپرلۍ کاسټر موټر له ساحې څخه تېرېده.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په چاودنه کې د يوه ماشوم په ګډون ١١ تنه ووژل شول او ٢٧ تنه نور ټپيان شول.
تر اوسه د دغه بمي بريد مسووليت هېچا نه دى منلى، خو مخکې له دې د طالبانو ډله  په هېوادکې د دغه شان بريدونو مسوول بلل کېده.
په همدې حال کې د ننګرهار د مرکزي روغتون ډاکترانو د چاودنې د شپږو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى او ټول قربانيان او ټپيان د سيمې ملکي وګړي دي.
ختم- شکريه- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته