سیاست

تبصـــره :

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٧ :
دسيمې او نړۍ په کچه وروستي سياسي انکشافات ددې څرګندوى دي چې پاکستان نور نه شي کيداى  له ډاراچونې سره دمبارزې  په کار کې يو باوري  او  اعتماد وړ دوست واوسي بلکې دغه هېواد دهغو ستونزې  پيداکوونکى هېواد دى  چې زغمل يې نا شوني دي .
دباخترآژانس مفسر ليکي :
نن پاکستان  په سيمه  او  نړۍ کې د  ډار  اچونې له  زياترو قضيو  سره  پيوند خوړلى دى  که چېرې په کابل کې تروريسي بريد کيږي او يا په افغانانو  د خپل هېواد په نورو سيمو کې بريدونه کيږي ،که چېرې په  هنداوکشميرکې بريدونه کيږي اوياديوې پاکستانۍ _ کلفورنيايي ميرمنې او ميړه له  خوا په  امريکائيانو بريدونه کيږي  او وژل کيږي  او يا هغه  زړه  بوږنونکې پيښې چې په  لنـــــدن  او مادريد کې کيږي او ياهم تروريستان هلې ځلې کوي چې دسعودي عربستان په مقدسو ښارونو کې پيښې رامنځته کړي دغه ټولې پيښې دپاکستان، تروريزم او بنسټپالنې له نامه  سره پيوند لري  چې عامل يې پاکستاني پوځيان اوپه دغه هېواد کې  دديني  مدرسو او  ګوندونو مسوولين دي .
پاکستان تريوې اندازې پورې په دغه شان ناوړو پيښو کې لاس لري  چې  اوس  په هره تروريستي پيښه کې ددغه هېواد نوم په  ذهنونو کې تداعي کيږي او نور هيڅ صبر او  زغم  پاتې نه  دى  خو دا پاکستان اصلي ځاى ته يې  رهبري  شي.
په دې وروستيو وختو کې دافغانستان دملي امنيت پخواني لوى رئيس  داسې سندونه او مدارک  دمطبوعاتو په واک کې ورکړل چې ښيي پاکستان ترکومې اندازې پورې په افغانستان کې   په اوسنيو ناخوالو کې لاس لري .
دغه  بربنډونې ټيک په داسې حال کې کيږي چې دامريکا يو شمير سناتورانو ، سياستوال او ديپلوماتانو ددغه هېواد  دکانګرس  دبهرنيو اړيکو  دکميټې  په  يوه استماعيه غونډه کې  په ډاګه  له تروريستانو اوله بنسټپالو کړيو سره په ملاتړ کې دپاکستان  رول په ډاګه کړ او دبنديزونو دلګولو په ګډون يې  له بيلابيلو لارو څخه  ددغه هېواد دمجازاتو غوښتنه وکړه.
دغه  څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې  دافغانستان او هند په هېوادونو کې  مقامات  او په لويديځو هېوادونو کې  يو زيات شمير مقامات په  جدي توګه په دې  باور دي  چې  له  افراطي جريانونو اوپه هغو پورې  له  اړوندو تروريستي کړيو سره ملاتړ  د پاکستان درسمي سياست په  يوې  برخې بدل    شوى دى  او پاکستان له دې لارې غواړي چې له نړۍ څخه باج واخلي.
افغان سياسي کارپوهان په دې  باور دي  چې پاکستان  تروريستي  اوافـــراطي ډلې او شبکې  خپلو سيمه ييزو او له سيمې څخه بهر  موخو ته د  رسيدو   لپاره  يوه وسيله  بولي  او په يو ډول نه يو ډول دغه ډله نړيوالو ته  وړاندې کـــــوي  چې  په سترو استخباراتي لوبو  اومعاملو کې  دپيښې ايښودلو لپاره ځاى پيدا کړي او امکانات ترلاسه کړي اوپه اصطلاح خپل حق  مشخص کړي .
د طالبانو اوالقاعده دډلو  جوړول او  وده  او  اوس دداعش دډلې پيدا کيدل ددغه شان تروريستي شبکو په جوړولو کې دپاکستان دونډې بيلګې دي  چې  ديوشمير نورو هېوادونو له استخباراتو سره  په لاس يو کولو کې ترسره شوى دى .
په دغه شان لوبو کې دپاکستان رول په ډاګه ليدل کيږي   اوس پاکستان دزياترو  هغو ناوړو پيښو  محرک ، عامل  او مديريت کوونکى دى  چې دبشري ټولنې او دنننۍ متمدنې نړۍ  له غوښتنې سره سمون نلري.
دپاکستان له  خوا دغه شان کړنو اودريځ ددغه هېواد  حيثيت او اعتبارداسې په اوبو لاهو کړى دى چې نه شو کولاى  په آسانۍ سره ورڅخه تير شواو سترګې پرې پټې کړو  او پاکستان په دغه شان  ناوړه  حال کې دى  چې په دويمې شمالي کوريا د هغه  بدليدل لرې نه بريښي . دپاکستان پرخلاف دبنديزونو لګول  چې دامريکا دکانګرس ديوزيات شمير سناتورانو او استازو او دسوله دوسته نړۍ  اصلي غوښتنه ده  اوبيه به يې پاکستان چې دتروريزم اوبنسټپالنې په ملاتړ کې دى  ورکړي .  خو دا چې پاکستان په  هوښ راشي  او له  نننۍ متمدنې نړۍ اوبشريت سره  دهمغږۍ لاره غوره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته