ورزش

په پنجشير کې دفوټبال دسياليو پيل.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٦
دفوټبال سيالۍ نن په پنجشير ولايت کې دلسو ټيمونو په ګډون پيل شوه.
دغه يو اوونيزې سيالۍ دپنجشير ولايت دفوټبال فدراسيون له خوا ددغه ولايت دمرکز د بازارک په شاهي ډګر کې پيل شوې دي.
دپنجشير ولايت دفوټبال فدراسيون مسوول احمد احمدي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ددغو سياليو دترسره کولو موخه دغورو څيرو انتخابول دي.
احمدي وويل : په دغو سياليو کې دپنجشير ولايت له مرکز او اوو ولسواليو څخه لس ټيمونه ګډون لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته