نړۍ

دچين جمهور رييس اندونيزيا ته لاړ .

پيګينګ   نړيوالي خبري منابع باختر د تلي لسمه :
  دچين جمهور رييس  شي جين  پنګ نن سهار داووه  ورځني رسمي سفر په مقصد اندونيزيا اوماليزيا  ته روان شو .
  شي جين پنګ  چې ديوجګپوړي هيت په مشرۍ  له پيکينګ څخه روان شوى دى ټاکل شوې ده دآسيا _ آرام سمندر يا  اوپک  داقتصادي همکاريو دټولنې دمشرانو په يو ويشتمه غونډه کې  چې داندونيزيا  د بالي په ټاپو کې  جوړيږي  ګډون وکړي .
  ټاکل شوې ده  دچين جمهور رييس دآسيا _ آرام سمندر داقتصادي همکاريو دټولنې په غونډه کې دخپل هيواد داقتصاد اودهغو تدبيرونو په  باب چې داصلاحاتو  لپاره په پام کې نيول شوي دي  وينا  وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته