سیاست

افغانان په جګړه کې ګټوونکي شول خوپه سياست کې نه

کابل باختردوږي دمياشتې  ٦  :
دانګلستان صدراعظم ديويدکامرون دافغانستان دجمهوري رياست له نوماندانو څخه غوښتي دي چې دملي وحدت دحکومت دجوړولو لپاره کار وکړي اواختلافونه  دخبرو او تفاهم له لارې  حل کړي .
دباختر آژانس خبريال ليکي :
دا يوازې  دافغانستان خلک دي  چې له انتخاباتو  او دهغه له نتيجې څخه  خوابدي دي بلکې دهېواد جمهوررييس  هم په وار وار ددغه بهير داوږديدو له امله انديښنه څرګنده کړې ده  او ويلي يې دي دغه مسله ددې سبب شوي دي چې په دولتي ادارو کې کار له سستي سره مخامخ شي .
په دولتي ادارو  او دبيارغونې په پروژو کې دچارو دبهير سستوالى،  بيوزلي ، وزګارتيا اوبدبختي  به دافغانستان خلکو ته بل زيرى ونه لري.
دغو مسلو ته بايد په فکر سره  وکتل شي  او په يو حساب  شوي اوسياسي   پوهې سره  ورته ځواب وويل شي .
خلک  په دې باور دي  چې دانتخاباتو غوټه ورکه شوې ده.
ډير وخت  ته اړتيا ده چې دغه غوټه  پيدا شي  اويو نسخه ورکړشي  چې دخلکو دبيشميره  دردونو په درد وخوري، کله چې  دملي وحدت حکومت  دجوړولو طرحه رامنځته شوه  خلک يو څه خوشحاله شول  چې په پاى کې ددرد  درمل پيدا شو  خو  اوتو بوتو دغه هيله له منځه يوړه .
اوس ديويدکامرون نوماندانو څخه غوښتي دي چې دملي وحدت حکومت د جوړولو لپاره کار وکړي او ستونزې دخبرو اوتفاهم له لارې  حل کړي هېواد او خلک له اوسنيو ستونزو څخه وژغوري.
کامرون دغه راز طرحه کړې ده چې نوماندان بايد په هغو ژمنو عمل وکړي  چې دامريکا دبهرنيو چارو له وزير سره يې کړې دي .
دغه  ټينګار ديو بدپيغام شاهد دى هغه پيغام چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس هغه په مشورتي لويه جرګه کې  طرحه کړ او ويې  ويل  افغانان تل دجګړو په ډګر کې  دښمن ته  ماتې ورکړې ده خو دسياست په ډګر کې بريالى نه وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته