کابلباختر دکب اوومه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د بګرام په پوځي مرکزکې د یو امریکایي عسکر لخوا قرآن عظیم الشان ته سپکاوی یو ځل بیا په کلکه وغانده.
دباختراطلاعاتي اژانس ته د جمهور رييس د ويندوى دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې
حامدکرزي چې نن یې په ارګ کې په یوه مطبوعاتي ناسته کې خبرې کولې، د بګرام په پوځي مرکزکې قرآن عظیم الشان ته د بې حرمتۍ د ناوړه عمل په غبرګون کې په څو تیرو ورځوکې د هېواد په بیلابیلو ولایتونوکې په اعتراضيه لاریونونو کې زموږ د یو شمېر هېوادوالو پرمرګ ژوبله خواشیني څرګنده کړه او یو ځل بیا یې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل.
حامدکرزي د سوله ایزو لاریونونو له لارې د افغانستان د مسلمان ملت د ولولو څرګندول د هغوی روا حق وباله، پر ټولو هېوادوالو یې یو ځل بیا غږ وکړچې په تاوتریخوالي له لاس پورې کولو، د خلکو او د بیت المال شتمنیو ته له زیان رسولو څخه دې په کلکه ډډه وکړي.
جمهوررئیس په افغان ملت غږ وکړ چې اوس د دې مهال دی چې خپله آرامتیا اختیارکړي او پرې نه ږدي چې د افغانستان د خلکو دښمنان د دوی له پاکو ولولو څخه ناوړه استفاده وکړي او په هېوادکې په ګډوډیو لاس پورې کړي.
حامدکرزي د افغانستان مسلمان ملت ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت د دغې پیښې په وړاندې بې تفاوته نه دی پاتې شوي، بلکې د دغه عمل له ترسره کیدو وروسته یې د ملي شورا او د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا او د حج او اوقافو د وزارت د استازو په شمول دوه پلاوي د بګرام پوځي مرکزته واستول او هغوی د خپلو څیړنو وروسته غوښتنه وکړه چې د دغې پیښې عاملین دې محاکمه او مجازات شي.
د افغانستان دولت هم د دغې غوښتنې په باب د امریکا له چارواکو سره جدي خبرې وکړې او د دغې موضوع تعقیب ته دوام ورکوي چې په نتیجې به یې خپل مسلمان ولس خبر کړي.
جمهوررئیس وویل چې د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما د یوه لیک په ترڅ کې ورڅخه د دغې پیښې له رامنځته کیدو څخه بخښنه غوښتې او ده ته یې ډاډ ورکړی دی چې دغه پیښه به په هراړخیز ډول وڅیړي.
حامدکرزي همدا راز وویل: هغه کسان چې په جوماتونوکې قرآن عظیم الشان سوزوي او د اسلام له نامه څخه په ناوړې ګټې اخیستنې سره مسلمانان وژني، د بګرام په پوځي مرکزکې قرآن کریم ته د سپکاوي له عاملینو څخه یې ګناه ډیره ده.
حامد کرزی په دې مطبوعاتي ناسته کې د هېواد پر ټولو امنیتي ځواکونو غږ وکړ چې د لاریون کوونکو احساساتو ته دې درناوی وکړي او په بشپړ تدبیرسره دې د هغوی د سر او مال ساتنه وکړي.
حامدکرزي په دغه ناسته کې پاکستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د د غه هېواد له چارواکو او مطرحو سیاسي ګوندونو سره خپلې خبرې ګټورې وبللې او همدا راز یې د پاکستان د صدراعظم سید یوسف رضا ګیلاني له هغې وینا څخه خوښې څرګنده کړه چې د روان کال دکب په ۵ نیټه یې د طالبانو او د اسلامي ګوند د مشرانو په شمول د افغانستان د دولت له ټولو وسله والو مخالفینو څخه غوښتي دي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر سره یوځای شي او د افغانستان له دولت سره په مستقیم ډول مذاکره وکړي.
جمهور رئیس هیله وکړه چې زموږ د ګاونډیو هېوادونو په همکارۍ په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ دير ژر سوله ټینګه شي.
حامدکرزي همدا راز د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند لخوا د پاکستان د صدراعظم غوښتنې ته د هرکلی ویل، وستایل او هیله یې وکړه چې طالبان او د اسلامي ګوند غړي له دې موقع څخه ګټه واخلي د سولې له بهیر سره یوځای او لکه د افغانستان د نورو خلکو په شان په خپل هېوادکې ژوند وکړي .