سیاست

وزارتونه دپکتيکا لپاره څه پروګرامونه لري

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٤ :
ديوشمير وزارتونو مسوولينو نن  دجمهوري رياست دچارو د ادارې په لوى رياست کې ديوې غونډې په ترڅ کې دپکتيکا ولايت په باب خپل پروګرامونه وړاندې کړل.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  په دې غونډه کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت   دسرپرست  ډاکتر کمال سادات ،  دځوانانوپه چارو کې  دجمهوررئيس دسلاکار شميم  کټوازي ، دجمهوري رياست دچارو د ادارې  دلوى رياست دمرستيال محمد هارون  چغانسوري ، دقومونو  ، قبايلو او سرحدونو دچارو ، دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا ،  دکار اوټولنيزو چارو ، شهيدانو اومعلولينو  د وزارتونو  دمعينانو  او ديوشمير  دولتي مسوولينو په ګډون جوړه شوه.
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررئيس محمداشرف غني په دې وروستيو وختو کې په يوه غونډه کې د يوشمير وزارتونو مسوولينو ته  لارښوونه کړې وه  چې دپکتيکا ولايت ته دې ځانګړې پاملرنه وشي او دغه وزارتونه   په دې باب دې  خپل پروګرامونه   وړاندې کړي او وروسته په عملي کارپيل وکړي.
په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دپکتيکا ولايت لپاره   ددغه وزارت  پروګرامونه بيان کړل او ويې ويل چې په دغه پروګرام کې دسيمه ييز کتابتون لپاره دنوې ودانۍ  جوړول ، دتاريخي ابداتو سروې ، پکتيکا دتاريخ په اوږدو کې  په نامه سيمينار  جوړول ، دپکتيکا   فرهنګي  اونشراتي   برخو ته پاملرنه  ،ددغه ولايت  دځوانانو دظرفيتونو دلوړولو په خاطر په بيلابيلو برخو کې دروزنيزو پروګرامونو ترسره کول ، دپکتيکا ولايت لپاره ددغه  وزارت په پروګرامونو کې شامل دي.
دغه راز د جمهوري رياست د چارو د ادارې دلوى رياست مرستيال هارون  چغانسوري وويل چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررئيس محمد اشرف غني  ټينګارکړى دى  چې هر کار بايد په عمل کې  پلى شي او دوزارتونو
له مسوولينو څخه  يې وغوښتل چې  بايد په خپلو ژمنو عمل وکړي .
دغه راز په دې غونډه کې   دبرخه والو وزارتونو معينانو او استازو هم  دپکتيکا ولايت ته داړوندو پروګرامونو په باب څرګندونې وکړې.
دغونډې په پاى کې په نږدې راتلوونکي کې ددغو پروګرامونو دعملي کار دپيل په خاطر ټينګار وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته