کابل/ د ثور٤ يمه/ باختر
د ٢٠٧ الفاروق قول اردو د ګارنيزيون د مرستيال مسرور آغا په مشرۍ په لويديځ زون کې د ملي دفاع وزارت د پوځي وسايطو راټولولو کمېسيون چې له څه مودې را په دې خوا یې فعاليت کړی، د هرات ولايت له رباط سنګي ولسوالۍ څخه يو زيات شمير وسايط راټول کړل.
د رارسيدلو خبرونو له مخې؛ دغه کمېسيون له رباط سنګي ولسوالۍ څخه ٦ هاموي ټانکونه او ٨ پوځي رنجرونه راټول کړل.
د دغه کمېسيون يوه مسوول باخترآژانس ته وويل چې د لويديځ زون په ټولو سيمو کې به د ملي دفاع وزارت د وسايطو راټولولو بهير پيل شي.
\ ج