امنیت

لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د زمري  ديارلسمه :
دميدان وردګو ولايت په ځينو سيمو کې پرون دکوماندو دځواکونو په عملياتو کې لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول اوشپږ تنه نور ټپيان شول .
دخاصو عملياتو دفرقې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دغه عمليات دميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې دشاه کابل ، کريم داد ، مارخانې ، او دخنجان خيلو دکليو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوشپږ تنه نور ټپيان شول .  په وژل شويو کسانوکې دملا نقيب الله په نوم دطالبانو د ډلې يوتن سرګروپ  دوه تنه وزيرستاني اتباع هم شامل دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته