امنیت

په خوست ښار کې د کابل بانک په نمايندګي د وسله والو کسانو بريد

٨ – کابلباختر دليندى ٣٠مـــــــــه

ناپيژندل شويو وسله والو کسانو نن له غرمي مخکې په لس نيمو بجو په خوست ښار کې دکابل بانک په نمايندګي بريد کړي دي

عيني شا هدان وايي چې دغه وسله وال کسان د کابل بانک په ساتونکو له بريد وروسته دغه بانک ته ننوتي دي

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې : په خوست ښار کې د کابل بانک په ودانۍ کې له دغو يرغلګرو سره دپوليسو نښته دوام لري همدا اوس امنيتي ځواکونو د پيښې ساحه کلا بنده کړې ده

امنيتې ځواکونو تر او سه پوري ددغې پيښې دڅرنګوالې په باب نظر نه دى څرګند کړي

په خوست ښار کې د کابل بانک نمايندګي دامنيې قوماندانۍ سړک ته څيرمه دي هغه ساحه چې ترزياتي اندازي پوري د پوليسو تر امنيتي پوښښ لاندې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته