فرهنګ

د پنجشير د اف ام راډيو په فعاليت پيل وکړ

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٨
د پنجشير ولايت د FM د ملي راډيو نوې شبکې نن په آزمايښتي خپرونو پيل وکړ.
دپنجشير ولايت د ملي راډيو ټلويزيون آمر محمدعزيز عظيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه شبکه د هيواد د ملي راډيو ټلويزيون له خوا د شلو زرو امريکايي ډالرو په لګښت په دغه ولايت کې جوړه شوې ده.
ده وويل: دغه راډيو به له دې وروسته د سهار له نهو بجو څخه د غرمې تر دولسو بجو پورېد  ٩٨- اف ام په څپو آزمايښتي خپرونې وکړي.
عظيمي څرګنده کړه: دغه راډيو د پنجشير اف ام د ملي راډيو په نامه نومول شوې ده چې د پنځه سوه ميګا هرتس په ظرفيت د دغې ادارې په چوکاټ کې د دغه ولايت په مرکز بازارک پورې اړوند د پاراخ په سيمه کې په فعاليت پيل کړى دى.
اوس دغه شبکه د پنجشير ولايت مرکز او د ختيځ، رخې او عنابې ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته