امنیت

د ملي دفاع وزارت سرپرست: د ملي اردو د بنسټ جوړونې لپاره هڅې روانې دي

قندهار باخترد زمري د میاشتې ۲۳ مه
د ملي اردو د پياوړتيا او بنسټ جوړونې لپاره بنيادي کار کوو.
دغه څرګندونې د ملي دفاع وزارت سرپرست تورنجنرال طارق شاه بهرامي قندهار ته د سفر پر مهال وکړې،چې  په دغه سفر کې يې د ملي امنيت لوی رېيس محمد معصوم ستانکزي او يو شمېر نورو چارواکو هم ملتيا کوله.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه،تورنجنرال طارق شاه بهرامي وويل :که څه هم په ۲۳ ولايتونو کې جګړه روانه ده، خو امنيتي ځواکونو په خورا ميړانې د خپلي خاوري دفاع کړې او هره ورځ قربانۍ ورکوي.
بهرامي وویل چې د ملي اردو دنده يوازې دښمن ته ماتې ورکول نه دي ، بلکې د خلکو د ژوند او ناموس ساتنه يې هم مسوليت دی چې په دې برخه کې تر ډېره حده بريالي هم دي.
هغه وويل چې د فساد د بندولو او اصلاحاتو راوستلو په موخه يې ۴ کلن پلان جوړ کړی چې له مخي به يې د کوماندو ځواکونو شمېر دوه برابره لوړ او هوايي ځواک به هم  پياوړی شي.
دقندهار والي زلمي وېسا د افغان ځواکونو ميړانه، قربانۍ او ستړياوي وستايلې او غوښتنه يې وکړه چې قول اردوګانو ته واکونه او صلاحيتونه ورکړي.
هغه زياته کړه چې د وزارت په پرتله قول اردو د لواګانو او ټوليو د قومندانانو په وړتيا او نااهليت ښه خبر او پوهيږي، که قول اردو د دغې کچې د قومندانانو د بدلون صلاحيت ولري، نو مثبت بدلونونه به راولي. ويسا زياته کړه چې د ملي اردو دسرزيان د زغم وړ نه دي، نو په کار ده چې په مديريت کې ژور بدلون راوستل شي.
د غونډې په پای کې د دفاع وزارت له خوا يو شمېر پوځيانو ته ترفيع او ستاينليکونو ورکولو ترڅنګ په جنوب لوېديځه حوزه کې د وروستيو شهيدو شويو سرتيرو فاتحه هم واخيستل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته