امنیت

په طالبانو د مهماتو د پلورنې په تور يو تن ونيول شو

-کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
دکاپيسا ولايت  پوليسو په طالبانو د مهماتو يوپلورونکى ونيوه .
په کاپيسا ولايت يو سړى چې په وسله والو طالبانو مهمات او نشه يي توکي پلورل؛ د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو .
د کاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله  امين د باخترآژانس خبريال ته وويل: د نجراب ولسوالۍ اوسيدونکى عبدالمطلب په وسله والو طالبانو دلسو پوريو اپينو، د تومانچې دنهه ديرشو  ګوليو، د مکاروف د شپاړلسو ګوليو، د کلاشينکوف د لسو ګوليو، دڅلورو نارنجکو، د ټي ټي تومانچې د شپاړلسو ګوليو، د پيکا د ديارلسو ګوليو، د کلاشينکوف د دوو شارژورونو او د تومانچې د يوه شارژور د پلورنې په وخت کې دکاپيسا ولايت د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د مديريت دپوليسو له خوا ونيول شو
د يوبل خبر له مخې:
په تيرو پنځو مياشتوکې شل تنه په دغه ولايت د مهماتو او د نشه يي توکو د پلورنې په تور د پوليسو له خوا نيول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته