فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او دسياحتي شرکتونو ترمنځ دهمغږى غونډه جوړه شوه .

کابل باختر د تلي څلورمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت اودسياحتي او زيارتي شرکتونو ترمنځ دهمغږى غونډه نن جوړه شوه . دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي ، اداري اوګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي طرحه کړه چې داربعين حسيني په ورځو کې يوزيات شمير زيارت کوونکي دزيارتي کاروانونو په ډول دعتياتو او عليات زيارت لپاره دايران او عراق هېوادونو ته سفر کوي . دې ته په پاملرنې سره چې زيارت کوونکو شمير زيات دى ځينې غير مجاز اشخاص او شرکتونه له فرصت څخه په ناوړې استفادې سره اساسي خدمتونه نه وړاندې کوي . له دې امله داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د زيارتي اوسياحتي شرکتونو په همکارى دايران او عراق سفارتونو اوپه مزارشريف او هرات کې قونسلګريو ته ليک ليږلي دى چې د جواز نه لرونکو شرکت ته ويزه ورنه کړي . دې دغه راز يادونه وکړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت چې دروان کال داربعين لپاره د سياحتي شرکتونو د ستونزو دلرې کولو په خاطر خپلې ټولې هلې ځلې کاروي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته