سیاست

په ایران کې د افغانستان د اتباعو د سپرلۍ د موټر، په نښه کېدو او سوځېدو د دردوونکې پېښې په اړه څېړنه

-کابل /دغبرګولى ١٨مه /باختر
ایران اسلامي جمهوریت څخه د افغانستان داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ته د رارسیدلو معلوماتو له مخې، د دغه هېواد د انتظامي ځواکونو له خوا د افغانستان د اتباعو سپرلۍ موټر، په نښه شوی او په دې المناکه پېښه کې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.
دبهرنيوچارووزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت رامنځته شوې پیښه خورا خواشینونکې ګڼي او په دې اړه د جدي پلټنو غوښتونکی دی.
په تهران کې د افغانستان داسلامی جمهوریت لوی سفیر، عبدالغفور لېوال، پرون او نن د دغه هېواد د یزد ولایت له دولتي چارواکو سره کتلي او د افغانستان د اتباعو د سپرلۍ موټر د سوځیدو او په نښه کېدو غمجنې پېښې په اړه یې هر اړخیزه څېړنه او پلټنه په جدي توګه تر لاس لاندې نیولې ده.
د یادو کتنو په ترڅ کې د یزد ولایت حکومتي چارواکو منلې چې د ایران انتظامي ځواکونو له خوا د افغان اتباعو د سپرلۍ موټر ویشتل شوې او ډاډ یې ورکړی چې د یادې پېښې مسببین به د عدلي او قضایي بنسټونو له لارې تعقیب او پېښې ته به د قانون په رڼا کې هر اړخیزه رسېدنه وشي.
په ایران کې د افغانستان داسلامی جمهوریت سفیر د دې تر څنګ چې د پېښې له ټپیانو او ژغورل شویو سره له نږدې کتلي، د هغوی اندېښنې او خبرې یې اورېدلې او اړینې مرسته یې ورسره کړې دي.
همدا راز، نوموړي د پېښې له ځایه کتنه کړې، د مړیو روح ته یې د دعا ترڅنګ، د جسدونو د ساتنې او لېږدولو په تړاو یې اړین تدابیر ترسره کړي دي.
په ایران کې د افغانستان داسلامي جمهوریت سفارت د پلټنې او ارزونې د پایلو له رارسېدو وروسته به د افغانستان بهرنیو چارو وزارت، له ایراني لوري سره د نږدې کار کولو له لارې، د دغه دردونکې پېښې په اړه هر اړخیزه اقدامات ترسره کړي.
پاى-ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته