کابل باختر دغويي دمياشتې ١٨ نيټه :
د انرژۍ او اوبو وزارت داوبو دمنابعو دسيلابونو دمخنيوي او د هېواد دخلکو دڅښاک او دکرنېزو اوبو د تامينولو د هراړخيز مديريت لپاره د خپلو اوږدمهالو ژمنو او پروګرامونوله مخې، دا دى د بدخشان ولايت د نوي ښار دکانال د جوړولو کاربشپړ کړى دى.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې؛ دغه کانال چې څه ناڅه ٢٢ کيلومتره اوږدوالى لري او د بدخشان ولايت په مرکز کې جوړ شوى دى څه ناڅه دوه زره هکتاره ځمکه يې دخړوبولو ترپوښښ لاندې نيولې ده .
د انرژۍ او اوبو وزارت مسوولين وايي چې؛ د دغه کانال په جوړولو ٦٤٣٢١٩٨ امريکايي ډالره لګول شوي دي .
په همدې حال کې دفيض اباد ښار خلکو د دغه ښار داړتيا وړ اوبو د تامينولو لپاره د دغه کانال جوړول يو ستر برياليتوب بلل دى او د هېواد د انرژۍ او اوبو وزارت له مسوولينو څخه يې قدرداني کړې ده.
پاى ج ذ
2 1 دقیقه لوستل