نړۍ

داعش ٢٥ تنه عراقي پوځيان اعدام کړ ل.

بغداد باختر د لړم لسمه :

دداعش ډلې  دعراق داردو او دپوليسو  څه ناڅه  ٩٠ تنه ځواکونه  وتښتول او ٢٥ تنه يې اعدام کړل .

باختراژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ: دغو کسانو دتيرکال دداعش له خوا  دموصل ښار  له نيول کيدو وروسته توبه وکړه او له هغه وخت څخه تراوسه پورې هيڅکله  له ښار څخه نه وو  وتلى. 

داعش ٢٥ تنه  نيول شوي کسان دموصل  په (غابات)  سيمه کې اعدام کړل او لارښوونې  يې  کړې ده چې دهغوى مړي دموصل عدلي طب  ته ونه سپارل شي.

داعش تراوسه  پورې يوزيات شمير کسان په بيلابيلو  پلمو له دې جملې څخه  دهغوى دتوبې دمشکوک  والي په جرم اعدام کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته