نړۍ

دايران او دامريکا دبهرنيو چارو د وزيرانو کتنه مثبته وبلل شوه

 نيويارک نړيوالي خبري منابع باختر دتلې دمياشتې  ٥ :
دامريکا او دايران  دبهرنيو چارو وزيرانو محمد جواد ظريف او جان کري په دوه اړخيزه کتنه کې  چې پرون دپنځه  جمع يو دغونډې ترڅنګ وشوه ، مثبته اورغنده وبلل شوه .
محمد جوادظريف دغه غونډه ډيره جدي او رغنده وبلله  او ويې ويل :  چې له خپل امريکايي سيال سره يې  دڅو موضوعګانوپه باب  په هر اړخيزډول خبرې کړي دي.
جان کري هم دايران  په سياست کې  دبدلون دستاينې په ترڅ کې وويل  چې تراوسه پورې  ډير کارونه پاتې دي او ټول اړخونه   زياتې هيلې چې مشخصې نتيجې ترلاسه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته