نړۍ

دپاکستان په پيښور ښارکې چاودنه.

پيښور-  ډان – باختر دلړم دمياشتې ٢٥
په پيښور ښارکې دپوليسو نقليه واسطې ته څيرمه دچاودنې له امله څه ناڅه دوه
تنه پوليسان او دوه تنه ملکي وګړي  چې په کې  يوه ښځه هم شامله ده ټپيان شول .
دغه چاودنه نن سهار دپيښور ښار دبډه بيرې په کوهاټ واټ کې رامنځته شوه .
دپاکستان د ډان ورځپاڼې دخبرله مخې :
دغه  چاودنه  د پاکستان  پرامنيتي ځواکونو طرحه شوې وه  او تراوسه  پورې  چا دددغې پيښې مسوليت په غاړه نه دى اخيستى .
دپوليسو دڅرګندونو له مخې :  په دغې چاودنه کې پنځه کيلوګرامه چاوديدونکې توکې  کارول شوي  و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته