ټولنه

د الوتکو د ټکټونو د بيې د کنترول په خاطر، نوې نرخ نامه جوړيږي

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢١  نيټه  :
د الوتکو د ټکټونو د بيو د لوړوالي د مخنيوي او کنترولولو په مقصد، نوې نرخ نامه جوړيږي .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د کورنيو سفرونو د ټکټونو د بيو له لوړيدو وروسته د ملکي هوايي چلند  د خپلواکې ادارې چارواکو په هغو غونډوکې چې دهوايي شرکتونوله مسوولانوسره يې وکړي، وپتيل شوه چې په ډيرلنډ ممکن وخت کې دې نوې نرخ نامه جوړه شي.
د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې دغه اقدام په داسې حال کې کيږي چې يوشمېر خلکو د کورنيو سفرونو د ټکټونو د بيو د لوړوالي په  خاطر شکايت کاوه او په دولت يې هم نيوکې کړې دي.
دوى له دولت او له اړوندو چارواکو څخه غواړي چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دې د ټکټونو په بدل کې د زياتو پيسو د غوښتنې او د هوايي شرکتونو د خپلسريو مخه ونيسي .
د کام اير د هوايي شرکت د سوداګرۍ د برخې رئيس سليمان عمر د کورنيو سفرونو د ټکټونو د بيو د لوړوالي دليل د دې ترڅنګ چې ماليات، د هوايي ډګرونو د خدمتونه لګښتونه، پارکينګونه او د الوتکې د تيلو د بيې لوړوالى وباله، ويې ويل چې د باميانو، بدخشان، نيمروز، فراه او چغچران په ګډون لرې پرتو سيمو او ښارونوکې سپرلۍ کمې دي او کله ناکله د الوتکې ځينې سيټونه تش پاتې کيږي او هم په يوشمېر ولايتونوکې د الوتکې تيل نشته او بايد الوتکه دوه طرفه تيل واخلي او په بدل کې يې کم شمېر سپرلۍ وليږدوي چې د الوتکې وزن زيات نه شي .
ده زياته کړه چې دا کار د ټکټ په بيې هم اغيزه کوي او له بله پلوه په لرو پرتو ولايتونوکې په کورنيو الوتنوکې هوايي شرکتونو ته دومره ګټه هم نه رسيږي.
ده څرګنده کړه چې يوازې د کورنيو سفرونو د الوتنو د ټکټونو بيه د دغو ستونزو په پام کې نيولوسره له پنځو څخه تر لسو ډالرو پورې لوړه شوې ده، هغه هم د هېواد په لرو پرتو ولايتونوکې .
عمر زياته کړه: د صافي، افغان جټ او افق شرق هوايي شرکتونو هم ونه کړاى شول چې ماليات، د هوايي ډګرونو او د پارکينګ د خدمتونولګښتونه ورکړي، له همدې امله  په خپلو کارونوکې پاتې راغلل.
ده د مالياتو د کمښت په برخه کې دهېواد له کورنيو هوايي شرکتونو سره د دولت  همکاري وغوښته .
په همدې حال کې د ماليې وزارت د عوايد لوى رئيس عبدالحبيب ځدران باختر آژانس ته وويل چې په تيرو دوه دريو کلونوکې د هوايي شرکتونو په مالياتوکې  کوم بدلون نه دى راغلى اوشرکتونه دې بايد پرعايداتو دمالياتو له مخې په سلوکې پنځه ماليه ورکړي.
ده زياته کړه چې د هر هوايي شرکت ماليات د هغه د عوايدو په تناسب اخيستل کيږي او د کورنيو هوايي شرکتونو د مالياتو ستونزه په خپله د هغوى ستونزه ده او بايد له قانون سره سم خپل ماليات ورکړي. په هغه صورت کې چې دوى خپل ماليات په ټاکلي وخت کې ورنکړي، مالياتي جريمې هم ورباندې راځي.
دغه راز په دې اړوند د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې وياند قاسم رحيمي وويل چې د هوايي شرکتونو له خوا د الوتکي د ټکټونو په بدل کې د زياتو پيسو د د غوښتنې له پلوه د خلکو د ستونزو د لرې کولو په موخه، د دغو شرکتونوله مسوولانوسره يو لړ غونډې وشوې او له هغوى څخه وغوښتل شول چې د يوې نوې نرخ نامې د جوړولو په اړوند دې خپله طرحه وړاندې کړي چې د هغوى له خوا دا کار وشو.
ده وويل چې اوس دغه طرحه د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د چارواکو له خوا تر څيړنې لاندې ده چې د خلکو د اقتصادي حالت او د کورنيو هوايي شرکتونو د اقتصادي سياست په پام کې نيولو سره په ډير لنډ ممکن وخت کې نوې نرخ نامه جوړه شي .
ده زياته کړه چې د نوې نرخ نامې د جوړولو موخه دا ده چې له يوې خوا د خلکو ستونزې لرې شي او له بله پلوه د هوايي شرکتونو اقتصادي حالت هم په پام کې نيول شوى وي چې د هغوى کار هم له ځنډ او ډب سره مخامخ شي .
رحيمي زياته کړه چې په دې نرخ نامه کې به هم کورنيو هوايي شرکتونو ته د سيالۍ فضا پرانستې وي او هم به مسافران د انتخاب حق ولري چې له کوم هوايي شرکت څخه ټکټ ترلاسه کړي.
ده وويل: موږ په هېوادکې پنځه هوايي شرکتونه لرو. په دغو شرکتونوکې  آريانا ، کام اير، صافى، افق شرق، افغان جټ شامل دي چې له دې جملې څخه د صافي شرکت کابو درې مياشتې مخکې د مالياتو او د هوايي چلند د خدمتونو د ټکټ د نه ورکولو په خاطر ونه کړاى شول خپل فعاليت ته دوام ورکړي.
دغه راز د افغان جټ شرکت هم څه د پاسه دوه کاله مخکې د مالي ستونزو له امله ونه کړاى شول خپل فعاليت ته دوام ورکړي او د افق شرق هوايي شرکت هم د خپلو الوتکو د زړښت او د نه استفادې وړ په خاطر د فعاليت اجازه ترلاسه کړاى شوه.
ده د کورنيو سفرونو د ټکټونو د بيو د لوړوالي يو عامل د صافي د هوايي شرکت د فعاليت ځنډيدل. د حاجيانو په ليږدونه کې د آريانا د هوايي شرکت د الوتکو بوختيا او د غوښتنې د کچې لوړيدل وبلل.
د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې وياند څرګنده کړه چې بايد کورني هوايي شرکتونه هغو اخلاقي مسووليتونو ته پاملرنې سره چې د هېوادوالو په وړاندې يې لري، د ټکټونو په بدل کې زياتې پيسې ونه غواړي او دغه راز د نورو هوايي شرکتونو د فعاليتونو د ځنډيدو په خاطر هلې ځلې هم ونه کړي .
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته