فرهنګ

دازادو رسنيو دمشارکت ټولنه جوړه شوه .

کابل باختر د کب  دوه ويشتمه

  ديو غير رسمي ټولنې په نامه دازادو رسنيو مشارکت نن دشتون اعلام وکړ .

 په دي ټولنه کې دپژواک  خبري اژانس ، کليد ګروپ او د سبا تلويزيون او دنوا راډيو په ګدون  دسبا نشراتي موسسه غړيتوب لري .

 دباختر اژانس دخبر له مخې ددغو دريو ازادو رسنيو چارواکو نن په يوه خبري غونډه کې وويل دغه مشارکت  يوه غير رسمي ټولنه ده چې د خبرواترو دترسره کولو او دعامه نظر دڅرګندولو په لاره کې  دافغان رسنيو داغيز درښتيني زياتوالي په مقصد جوړ شو .

 ددغو دريو رسنيو چارواکو په دي کار ټينګار کاوه چې دازادو رسنيو مشارکت به په هيوادکې دخلکو اومدني ټولنې  او از  اوچت  کړي او دملت دګټو اوخلکو دحقوقو په ساتلو کې به د ويښو څارونکو  رول ولوبوي اوهلې ځلې به وکړې چې خلک د چپو مخاطبانو  له حالت څخه يوې پوهي اومنظمي ټولنې ته  رهبري کړي او رسنيو ته دکار ښه شرايط برابر کړي .

 هغوي نوري ازادي رسني له دغه مشارکت  سره پيوستون ته راوبللي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته