کابل باختردليندۍ دمياشتې٢٨ نيټه :
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت په روان کال کې د فارياب ولايت په مربوطاتوکې د ٢٥ پروژو کار بشپړ شوى دى.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطﻻعاتو مسوول حبيب بهزاد باختر آژانس ته وويل: په دغو پروژوکې د څښاک د اوبو برابرول، د اوبو د زيرمې جوړول او ترانسپورتي خدمتونه شته چې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اوبورسولو او د کليوالي لارو د جوړولو د ملي پروګرامونو له خوا د دغه ولايت په مربوطاتوکې تطبيق شوې دي.
د ده د څرګندونو له مخې: په دغو پروژوکې ٣٠٠ زره امريکايي ډالره لګول شوي دي چې٥٠ زره کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي .
پاى شکريه ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ