فرهنګ

په کابل کې د هندوستان د لنډ مهالي حکومت اعلانيدلو د سلمې کليزې په مناسبت د نړيوال علمي او څيړنيز سيمينار پريکړه ليک او اعلاميه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١١

په کابل کې د هندوستان د لنډ مهالي حکومت اعلانيدلو د سلمې کليزې په مناسبت د نړيوال علمي او څيړنيز سيمينار پريکړه ليک او اعلاميه

په کابل کې د هندوستان د لنډ مهالي حکومت اعلانيدلو د سلمې کليزې په مناسبت؛ نړيوال، علمي او څيړنيز سيمينار د ١٣٩٤ کال دليندۍ د مياشتې په لسمه او يوولسمه د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ د وزير جلالتمآب عبدالباري جهاني، د هندوستان او پاکستان د ښاغليو سفيرانو، د هېواد او سيمې د نامتو او مخورو پوهانو او د علم او پوهې لسګونو زده کړيالانو په ګډون په کابل کې پرانستل شو .

د سيمينار هدف د سيمې د هېوادونو ترمنځ د دې ګډ تاريخي ارزښت د لمانځلو له لارې د تفاهم، علمي ډيالوګ او اړيکو د يوې بلې کړکۍ پرانيستل، د سيمې په تيره د افغانستان او هند د نيمې وچې د تاريخ د يوه حساس او مهم څپرکي د مهمو ابعادو روښانول، او د تاريخ په دوران کې د افغانستان د ښه ګاونډيتوب او مثبت تاريخي کردار د دې ارزښتتمنې نمونې د لا زياتو برخو په اړه څيړنې، دقت او تعمق نه د څيړنيزو بنسټونو او څيړونکيو پام را اړول و.

د سيمينار ګډونوالو په ٢٠ علمي مقالوکې د هندوستان د موقت حکومت پر ارزښت، تاريخي پس منظر، مخکنيو شخصيتونو، لاسته راوړنو او پاتې راتلنو او مرتبه آثارو هر اړخيزه رڼا واچوله.

د سيمينار ګډونوال د سيمې له حکومتونو، نړيوالو او سيمه ييز څيړنزو او علمي بنسټونو څخه لاندې غوښتنې لري:
1.ګډونوال غواړي چي د سيمې اړوند حکومتونو، نړيوال او سيمه ييز څيړنيز او علمى بنسټونه د تاريخ د دې مهم باب د راسپړلو او د سيمې د مشترک انساني ميراث پالنې ته د ژمنتيا په منظور پر دې او نورو موضوعاتو دې ډول ګډو علمي ابتکاراتو ته دوام ورکړي.
2.اړوندو حکومتونه او بنسټونه بايد دبيلابيلو استاځيو، سفارتونو، قنصليو او بنسټونو په مټ، د دې موضوع، او نورو تاريخي او علمي موضوعاتو په اړه علمي سرچينو ته د لاسرسي زمينه برابره کړي.
3.د سيمې حکومتونه او علمي او څيړنيز بنسټونه دې د فيلو شېپونو، سکالر شيپونو، علمي سيرونو او معلوماتي تبادلې د زمينو پر پراختيا کار وکړي او له دې لارې دې د ملتونو په کچه مثبتو اړيکو ته پراختيا ورکړي.
4.ګډونوال د افغانستان له علومو اکاوډومي، د پېښور او کويټي له پښتو اکېډميو او د هندوستان د جواهر لال نهرو پوهنتون له پښتو څانګې غوښتنه کوي چې په راتلوونکې کې د خپلې علمي او څيړنيزو هڅو د شراکت لپاره ګډې علمي پروژې پلې کړي .
5.په هندکې د افغانانو د آثارو د خوندي کولو لپاره يوې مربوطې اکاډومۍ ته اړتيا ده چې د هند او افغانستان دولتي مقامات بايد د دې کار لپاره عملي ګامونه پورته کړي .
6.پرون چې افغانستان د هند د آزادۍ د هڅو ملاتړ کاوو، نن افغانستان په ستونزوکې ايسار دى، بايد هند او پاکستان دواړه له افغانستان سره د ورورۍ په هماغه جذبه لاس پر کار او د سولې او امنيت راوستلو په برخه کې مرسته کړي.
7.ګډونوال د هندوستان له مقاماتو، په ځانګړې توګه د هندوستان له سفير څخه غوښتنه چې دې ته ورته د يوه علمي سيمينار تابيا په هندوستان کې هم ونيسي.
8.اړوند حکومتونه او بنسټونه بايد په هندکې په پښتو، دري او اردو ژبه د افغانستان اړوندو زيرمه خطي او چاپي آثارو د بيا رغونې، چاپ، بيا چاپ، ترويج او ژباړې امکانات برابرکړي.
9.له اړوندو حکومتونو غوښتنه کوو چې په هندو، او سيمه کې د افغاني شاهانو د تاريخي آبداتو رغونو ته توجه وکړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې دا علمي سيمينار يې جوړ کړى، د افغانستان او سيمې تاريخي ميراث ته د ژمنتيا د دوام او د دې او دې ته ورته نورو علمي او فرهنګي موضوعاتو په برخه کې د علمي پانګې د پراختيا په منظور د سيمينار مقالې د يوې کتابي ټولګې په بڼه چاپوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به په همدې سلسله کې د نامتو څيړونکي الحاج عبدالله اڅکزي اثر ، چې له ١٩٧٨ څخه تر اوسه پورې د افغانستان پېښليک دى، په څلورو ټوکوکې چاپ کړي.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته