کابل / دمرغومي ٧مه / باختر:
دفراه سيمه ييز مسوولين وايي چې دچرګانو دخوړو دتوليد يوه کارخانه پرون په دغه ولايت کې پرانستل شوه .
دفراه دکرنې رياست يو خبرځاى باختراژانس ته وويل چې دغه کارخانه په ورځ کې دچرګانو اويا ټنه خوراکي توکي توليدوي . چې کولاى شي دفراه او دګاونډيو هېوادونو دچرګانو اړتيا پوره کړي .
هغه وويل: مخکې له دې ددغه ولايت دچرګانو دفارمونو داړتيا وړ خوراکي توکي له بهر څخه واردېدل .
دفراه والي محمد شعيب ثابت ددغې کارخانې دپرانستلو په وخت کې دهغه له خاوندانو څخه دپانګې اچونې او خلکو ته دکار دزمينو دبرابرولو له امله خوښي څرګنده کړه .
ختم_ ج _ اکرم
3 د یوې دقیقې څخه لږ