امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیموکې د ۴۲ تنو وسله والو ترهګرو وژل کېدل

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۷ مه
په تېرو۲۴ساعتو کې د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۴۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۱۰ تنه ټپیان شوي او ۴ تنه نور نیول شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه وسله وال ترهګر د هلمند، ارزګان، فراه، غزني، کاپیسا، پکتیا، لوګر، هرات، بلخ سمنګانو او د کندز په ولایتونو کې د افغان ځواکونو له لوري د ځمکنیو او هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته