سیاست

تبصره :

_  کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣١ :
دتروريزم او بنسټپالنې پرخلاف په ګډې مبارزې باندې دافغانستان اوپاکستان دمشرانو ټينګار  دا کارثابتوي چې تروريزم اوبنسټپالنې  ډله ييزو ګټو ته  باالقوه
خطر متوجه کړى دى ، چې بايد دهغو په وړاندې ودريږو  او کنترول يې کړو.
دباختر آژانس مبصر ليکي :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس حامدکرزي او دپاکستان صدراعظم نوازشريف  په دې وروستيو وختو کې يو ځل بيا  تيلفوني خبرې وکړې او دتروريزم  او بنسټپالنې پرخلاف يې  دګډې مبارزې په باب خبرې وکړې .
ددغو دوو مشرانو خبرې په داسې حال کې کيږي چې  په وروستيو ورځو کې  په دواړو هېوادونو کې ډار اچوونکو فعاليتونو زور اخستى دى  او دتروريزم پرخلاف دمبارزې انګيزه له هغه وروسته لا پسې جدي شوه چې  په پاکستاني طالبانو پورې اړوند يوې ډلې  وسله والو کسانو دکراچۍ ښار په هوايي ډګر  چې  په پاکستان کې ډير ګڼ ميشت هوايي ډګر دى بريد وکړ، او ددغه هېواد دهوايي چلند دبرخې نږدې ديرش تنه کارکوونکي يې ووژل  ،  دوسله والو طالبانو دډلې دغه عمل دپاکستاني مقاماتو تنداو جدي غبرګون له ځان سره درلود.
دپاکستان حکومت او  اردو په قبايلي سيمو کې دډار اچوونکو ډلو پرخلاف عمليات حتمي کار وباله او دترسره کولو اړتيا يې دخپل هېواد پارلمان ته بيان کړه .دکراچۍ په پيښه کې د غور وړ خبره  په دې کې  نغښتې ده  چې  دازبکستان داسلامي غورځنګ له خوا د دغه ښار په هوايي ډګر بريد  چې دډيورند له کرښې اخو په قبايلي سيمو کې پټ دي ، پلان شوى و.
داڅرګندوي چې قبايلي سيمې دڅو مليتي تروريستانو لپاره  په خوندي ځايونو بدلې شوې دي او که چيرې دهغوي دفعاليت دبندولو او له دغو سيمو څخه دهغوي دشړلو لپاره  جدي او سملاسي اقدامات نه شي  ددغې ډلې  او دې ته  دورته ډلو فعاليت چې اوس  يې پاکستان ته پراختيا موندلې ده  ، ډير ژر به په  نورو هېوادونو کې هم نورې سيمې ونيسي .
په سيمه کې دډار اچوونکو فعاليتونو پراختيا  دخلکو اودولتونو دانديښنې سببونه برابر کړي دي،  او  په تيرو پنځو ورځو کې دافغانستان اوپاکستان مشرانو دوه ځلې  له يو بل سره تيلفوني خبرې وکړې ،او دترور او افراطيت په ګډون دناوړو پديدو پرخلاف دمبارزې په لاره کې يې دګډو همکاريو لارې چارې ولټولې .
دواړه مشرانو په داسې حال کې  دتروريزم دعواملو دله منځه وړلو په مقصد دهمکارۍ دپراختيا په باب خبرې کوي ، چې افغان مشرانو  کلونه کلونه دا ټکۍ په  ډاګه  کړى دى ، چې دتروريزم پرخلاف دنړيوالې مبارزې په  هلوځلو کې بايد دهغه دجرړو  او عواملوپه له منځه وړلو لاس پورې شي . او ددغې پديدې پرخلاف مبارزه دې بايد هدفمنده او شفافه وي، او بايد ومنو  چې  تروريزم نه شي کولاى وسيله  وګرځي ، ځکه دتروريزم داور لمبې پراخې دي  او په يوې خاصې  جغرافيا پورې محدوده نه پاتې کيږي، بلکې   دافغانانو دمشهور متل له مخې  وچ  او لانده پکې سيزي  .
له بده مرغه دافغان مقاماتو  دغه خبرې  چې په هغو کې  همغږي او سيمه ييزه همکاري اوپيوستون  پکې نغښتى و،  کمې واوريدل شوې  او هغه په زرګونو تنه بهرني پوځيان   چې دتروريزم پرخلاف دمبارزې په  نامه افغانستان ته راغلي وو، بېځايه  تروريزم يې دافغانستان په کليو او بانډو کې ولټاوه  اوپه پاى کې يې نتيجه ترلاسه نه کړه .، علت دا و چې دتروريزم عواملو ته دقت  ونه شو او اوس پاکستان  دافغانستان په شان  دډار اچوونکو فعاليتونو ډګر دى  .
په داسې حال کې چې که چيرې واقعيتونو ته دقت کيداى، نن ورځ   ډار اچوونکو نه يوازې په افغانستان کې  دفعاليت مجال نه درلود، بلکې پاکستان به هم آرام او خوندي و.
سره له دې چې افغانستان دتيرو دوولسو کلونو په بهيرکې دتروريزم پرخلاف دمبارزې په هلو ځلو کې دروند تاوان ورکړ ،  خو اوس هم دخوشحالۍ ځاى دى چې  دافغانستان دريځ  دسيمې په کچه ددرک  وړ دى،  او دتروريزم پرخلاف دګډې مبارزې په نسبت انګيزه او همغږي   رامنځته شوې ده .
اوسنۍ فرصت  دهغو فرصتونو فضا ده چې  بايد ور څخه ګټه واخلو  اوپه ګډې ، دايمي  او همدفمندې همکارۍ سره  تروريزم اوبنسټپالنه  له منځه يو سو او په دې ترتيب کولاى شو په  دواړو   ګاونډيو هېوادونو افغانستان اوپاکستان کې دوينې توئيدنې او دزياتې ويجاړتيا مخه ونيسو. ،خو که چيرې  زموږ همکارۍ لنډمهالې او دخاصو هدفونو له مخې وي، نه شو کولاى دتروريزم له شر څخه ځان وژغورو بلکې  بايد دحالاتو لازياتې  خړ پړتيا  ته سترګې په لاره و اوسو.
هيله ده چې دا کار  په پاکستان کې  د حکومتي چارواکو او سياستوالو ددرک وړ  وي  ، او هغوي په راتلوونکي کې دځان په نسبت  يو مناسب ترسيم له ځان سره ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته