امنیت

په جلال آباد کې ديوبم دچاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول

جلال آباد باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
دننګرهارولايت په  مرکز جلال اباد ښارکې ديوبم دچاودنې له امله  دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول.
دغه چاودنه  نن سهار داته نيمو بجو په  شاوخوا کې  دمجبور آباد سيمې په يو سړک کې رامنځته شوه
درپوټونو له مخې دغه بم په يوه کڅوړه کې  په سړک کې ځاى پرځاى شوي و.
دننګرهارولايت   دامنيې قوماندانۍ  ويندوي مشرقي وال باختر آژانس ته وويل :  چې په دې  چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړي ووژل  شول.
دمشرقي وال دڅرگندونوله مخې  : دبم دچاودنې په وخت کې هيڅ  سيمه ييز  اويا پوځي مسوول په سيمه کې نه و.
دسيمې اوسيدونکي وايي  چې قربانيان يو دوکاندار او يو تن بل کارګر و.
دننګرهار سيمه ييز مسوولين  وسله وال طالبان  ددغې بم ايښودنې مسوول وبلل  او ويې ويل ، چې  د دغې پيښې د عاملينو د پيژندني اونيولو لپاره  پلټنې   پيل
شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته