سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت دکندز روغتون دپيښې دتحقيقاتو درپوټ دخپريدو هرکلى وکړ

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ١١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت تيرکال په کندز ولايت کې  دبې سرحده ډاکترانو په روغتون  دبريد ددوسيې په برخه کې  دتحقيقاتو درپوټ دخپريدو  هرکلى وکړ.
د جمهوررئيس دويانددفتر  په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې  چې په دې اړوند  پرون باختر آژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي ؛  چې دافغانستان دولت له دې  امله چې  ددغه روغتون دپيښې په اړوند تحقيقات په هر اړخيز غوراو دقت سره ترسره شوي  دي ، خوښي څرګندوي او دحساب ورکولو اودهغو اقداماتو په څرنګوالي باور لري چې په دې اړوند ترسره شوي دي  .
په اعلاميه کې دغه راز دهغو تدبيرونو ملاتړ هم شوى دى  چې  په افغانستان کې دناتو او دامريکايي ځواکونوله خوا ددغه شان پيښو د تکرار دمخنيوي لپاره نيول شوي دي.
په دې اعلاميه کې ټينګار شوى دى چې دافغانستان دولت له تروريزم سره دمبارزې په لاره کې  له نړيوالو متحدينو سره  ژمن دى.
دامريکا ددفاع وزارت مقاماتو پرون  دخپلو شپاړلسو تنو پوځيانو  دمجازاتو په اړوند خپله وروستۍ پريکړه اعلام کړه او ويې ويل ؛  چې دغه پوځيان په کندز ښارکې  دبې سرحده ډاکترانو په روغتون بريد کې پړ بلل شوي دي او هغوى ته انظباتي سزا ورکول کيږي.
دامريکايي پوځيانو په هغه هوايي بريد کې چې دتيرکال دتلې په مياشت کې په
کندز ښارکې دبې سرحده ډاکترانو په روغتون ترسره شو ، ٤٢ تنه ووژل شول او  په لسګونو تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته