امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه نور ونيول شول .

کابل باختر دثور دويمه :
په بغلان ولايت کې نن دامنيتي ځواکونو دعملياتو له امله  څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول . اولس تنه نور طالبان ونيول شول .
دبغلان امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امر خيل دباختراژانس خبريال ته وويل دغه عمليات چې دبغلان ولايت ددهنه غوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددغه ولايت دپوليسو دځواکونو له خوا ترسره شول څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ددوو قوماندانانو په ګډون لس تنه يې ونيول شول .
دامرخيل دڅرګندونو له مخې په دغو عملياتو کې يوه اندازه جنګي وسايل او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
په دې نښته کې يو سيمه ئيز پوليس شهيد شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته