امنیت

دملي دفاع وزارت ويندوى: په تېرو دريو مياشتوکې د وسله والو مخالفينوپه بريدونو کې کمښت راغلى دى

کابل  باختردلړم دمياشتې ٢١ :
د روان کال په دريومياشتوکې د ١٣٩١ کال دهمدې مودې په پرتله   د وسله والو مخالفينو په بريدونو کې په سلو کې ١٣ کمښت راغلى دى.
دغه ټکې دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمدظاهرعظيمي  باختراژانس ته څرگنده کړه او زياته يې کړه: دغه کمښت په داسې حال کې  چې د دښمن دکمزورې کېدو  او دامنيتي حالت دښه والې ښکارندوى ندي، په حقيقت کې دامنيتي ځواکونو په تېره بيا دافغانستان دملي اردو دځواکونو دمسلکي وړتيا اوځواکمني دلوړولوښکارندوى دى.
ده زياته کړه: په روان کال کې په سلوکې اتياعمليات دافغانستان دملي  اردو له خوا په مستقل ډول رهبري اواجراشوي دي او دغه راز دندې ته په پاملرنې سره چې په نږدې راتلوونکې کې د امنيتي مسووليتونو دليږدونې دريم پړاو پاى ته رسيږي؛ اوس دافغانستان په سلوکې اوياپه هغو سيمو کې شامليږي چې دمسوليتونو ليږدول ترسره شوې دي  او امنيت په نسبي ډول په دغو سيموکې دپخوا په پرتله ښه شوى دى.
جنرال عظيمي ټينګار کوي چې دملي دفاع وزارت دمشرتابه اوپه تيره بيا دملي دفاع د وزير ټولې هلې ځلې دمشرتابه دظرفيت دلوړولو  دملي  اردو دمنسوبينو دمسلکي زده کړو اودملي دفاع وزارت دظرفيتونو دلوړولو په خاطر متمرکز شوې دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته