خبرونهاقتصادټولنه

فراه کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند رغنیزې چارې بشپړې شوې

کابل، د وري ۸مه، باختر
فراه ولایت د بالابلوک ولسوالي اړوند په سياه ځنګل سيمه کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) رغنيزې چارې بشپړې شوې.
د دغه بند د ګټې اخیستنې پر مهال د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست استازي انجنير عبدالاحد حميدي وويل، چې یاد بند د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو.ان.ډي.پي دفتر په مالي ملاتړ د ۲ میاشتو په موده کې رغول شوی، چې۷۰متره اوږدوالی او ۵.۵ متره لوړوالی لري.
نوموړي همدارنګه د دغه بند پر ساتنه د ټينګار ترڅنګ زياته کړه، چې یاد بند د ځمکې لاندې اوبو د کچې د لوړولو ترڅنګ د باراني اوبو او سېلابونو په ذخیره کولو کې هم ګټور تمامېږي.
د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د اوبو د کمښت ستونزې د هواري او دغه راز د سېلابونو د مخنیوي په موخه د اسلامي امارت له لوري د هېواد په هره ولسوالۍ کې دې ته ورته یو – یو کوچنی بند رغول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته