امنیت

له چاوديدونکو توکو ډک موټرسايکل کشف شو

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٦ :
دملي اردو منسوبينو نن په هلمندولايت کې ديوې ترورستي پيښې مخه ونيوله.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ وسله والومخالفينو په چاوديدونکو توکو بار موټرسايکل  دهلمندولايت په موسي قلعه ولسوالۍ کې ځاى پرځاى کړي و چې دملي اردو دمنسوبينو له خوا کشف اوشنډکړاي شو او ديوې ترورستي پيښې مخه ونيول شوه.
ديوبل خبرله مخې ،يوې ډلې وسله والو مخالفينو غوښتل  يوه اندازه چاوديدونکي توکي په دوو موټرونو کې  ځاى پرځاى کړي چې دځاى پرځاى کولو په وخت کې  چاوديدونکي توکي وچاوديدل اوله امله يې څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې،  دغه پيښه دهلمندولايت دموسي قلعه ولسوالۍ په جنوب کې رامنځته شوې ده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته