ټولنه

په هرات کې دبډې اخستنې او دسندونو دجعل اوتزوير په تور ديوه سړي نيول کيدل .

کابل باختر د وري  نهمه :
دهرات پوليسو يو سړى دبډې اخستنې  او دسفري سندونو دجعل اوتزوير  په تور ونيوه .
  دغه سړى دبډې په توګه د ديرشو زرو افغانيو نغدو پيسو داخستلو او دغه راز دسفري سندونو  دجعل اوتزوير  په اړوند دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ داستخباراتو دپوليسو له لوري دهرات ښار په دولسمې ناحيې  پورې اړوند په جبريل سيمه کې ونيول شول .
  دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه مقام باختراژانس ته خبرورکړ چې نيول شوى سړى په خپل جرم  اعتراف کړى دى او له هغه څخه څو ټوکه جعلي  سفري سندونه هم ترلاسه شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته