امنیت

په هلمند کې د پنځو تنو ډار اچوونکي وژل کيدل

لښکرګاه/ باختر د ليندي اوولسمه :
پنځه تنه د ډار اچوونکي پرون د هلمند ولايت د نهر سراج  په ولسوالۍکې ووژل شول.
د کوماندو د خاصو عملياتو د قول اردو مطبوعاتي مسوول دګرمن عبدالقيوم نورستاني باختر آژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي د هلمند ولايت د نهر سراج ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دغې قول اردو د منسوبانو په چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول .
ده زياته کړه چې په دغو عملياتوکې يو ډار اچوونکى ټپي شو او د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل او درې کيلوګرامه اپين هم ترلاسه شول او هغو يو ترلاسه  شوي سيمرغ موټر او نور تجهيزات په ساحه کې له منځه يوړل شول .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته