سیاست

دبهرنيو چارو وزير اندونيزيا ته روان شو .

کابل باختر د کب څوارلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن له غرمې وروسته دفلسطين  او دالقدس  شريف په باب  داسلامي  همکاريو دسازمان په پنځمه  فوق العاده کې دګډون په موخه ، دبهرنيو چارو وزارت ديوه هيئت په مشرۍ  د اندونيزيا جمهوريت پايتخت جاکارتا ته روان شو .
ټاکل شوې ده دافغانستان  دبهرنيو چارو وزير دروان کال د کب دمياشتې په شپاړلسمه نيټه ديکشنبې  په ورځ  داسلامي همکاريو دسازمان دبهرنيو چارو دوزيرانو په فوق العاده غونډه کې او دکب دمياشتې په اوولسمه نيټه ددوشنبې په ورځ دافغانستان داسلامي جمهوريت په استازيتوب  دفلسطين او القدس شريف  په باب ددغه سازمان دمشرانو په فوق العاده  غونډه کې ګډون او وينا وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته