-کابل/ دوږي ٣مه /باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د پشه يي ژبې د ورځې د درناوي په غونډه کې وويل چې په نږدې راتلونکې کې به د پشه يي ژبې قاموس د دغه وزارت له خوا چاپ شي .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د هېواد د پشه يانوپه غوښتنه اود جمهور رييس په منظورۍ دغبرګولې پنځه ويشتمه په هېواد کې د پشه يي ژبې ورځ نومول شوې ده او د هېواد پشه يانو نن د خپلې ژبې د ورځې درناوی وکړ .
په دې غونډه کې دافغانستان د پشه يانو د سراسري شورا رييس حضرت علي له حکومت څخه وغوښتل چې پشه يانو ته د کارزمينې برابرې کړي.
هغه ټينګاروکړ چې پشه يي قوم د سولې خبرو ملاتړ کوي اوله حکومت څخه غواړي چې په دغو خبرو کې د دوى استازى ګډون ولري .
د جمهوري رياست د دفتر رييس محمد شاکر کارګر د پشه يي ژبې د ورځې نمانځنه پشه يانو ته يوه ستر ورځ وبلله اوويې ويل حکومت هلې ځلې کوي چې پشه يانو ته زياته پاملرنه وشي.
هغه زياته کړه چې د پشه يانو په غوښتنه اود جمهور رييس په تاييد سره دغبرګولې پنځه ويشتمه دپشه يي ژبې د ورځې په نامه په کليزه کې ليکل شوې ده.
وروسته داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير وويل چې افغانستان د فرهنګ او ژبو تنوع لري اوبايد د یو فرصت په توګه د دې تنوع قدروشي.
د هغه په خبره د جمهور رييس دلارښوونې له مخې دهېواد سيمه یيزې او بومي ژبې بايد پياوړې شي .
محمد طاهر زهير زياته کړه چې په نږدې راتلونکې کې به دپشه يي ژبې قاموس چې لس زره لغتونه لري، داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له خوا چاپ شي .
د سرحدونو، قومونواوقبايلو وزارت معين ډاکتر فريدون بارکزي پشه يي ژبې ته پر زياتې پاملرنې ټينګاروکړ او ويې ويل چې تارا مجله د پشه يي ژبې د پياوړتيا په موخه د دغه وزارت له خوا چاپيږي.
د يادونې وړ ده چې داطلاعاتواو فرهنګ وزارت میاشتنۍ (وطنداران) دهېواد د نوروسيمه یيزو اوبومې ژبو ترڅنګ په پشه يي ژبه هم مطالب خپروي .
ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل